د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۰:۱۵
اداري مجلس

د مهترلام ښاروالۍ د چارو د لا ښه سمون او منظم پرمختګ په موخه، د ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه
په دې ناسته کې چې د ښاروالۍ ټول امرین او مدیران ګډونوال وو، په پیل کې د تېرې ناستې راپور واورېدل شو او د ترسره شویو فعالیتونو پر وړاندې پرمختګونه او نیمګړتیاوې وڅېړل شوې
ښاروال په خپلو خبرو کې د هغو چارو ستاینه وکړه چې په بریالیتوب سره عملي شوي وو، او په عین وخت کې یې د ځینو کمزوریو د اصلاح لپاره لارښوونې وکړې
په پای کې، د ښاروال له لوري یو شمېر امرینو او مدیرانو ته مشخصې دندې وسپارل شوې ترڅو تر راتلونکې ناستې پورې یې بشپړې کړي او د پرمختګ راپور له رهبري سره شریک کړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS