د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
ناسته

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او ترسره شویو فعالیتونو راپور د اړوندو امرینو او مدیرانو له لوري وړاندې شو

ښاروال ښاغلي عتیق د ټولو امرینو او مدیرانو له هڅو مننه وکړه او وې ویل، چې د ورسپارل شوو دندو په ترسره کولو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی
 نوموړي ټینګار وکړ، چې هر څوک باید خپلې چارې په صداقت او ایماندارۍ سره پرمخ یوسي، ترڅو ښه خدمت وشي

په پای کې ښاروال یو شمېر مشخصې دندې اړوندو مسئولینو ته وسپارلې او سپارښتنه یې وکړه، چې تر راتلونکې ناستې پورې دې د یادو دندو د اجرااتو راپور له ښاروالۍ مقام سره شریک کړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۷:۲۳
Background image

د مجبوراباد سیمې اوسېدونکو د نوي ګذر وکیل د ټاکلو غوښتنه وکړه

د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند د نهم ګذر مجبوراباد سیمې یو شمېر اوسېدونکو او قومي مشرانو د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ له آمر الحاج عباس عمري سره په کتنه کې د ښاروالۍ وروستي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۱۸
Background image

د مشرتابه د فرمانونو د تطبیق او د عامه ځایونو د ساتنې په موخه له ګذر وکیلانو سره ناسته وشوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل د یادې ناحیې له ګذر وکیلانو سره د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو د تطبیق، او په سرکونو او عامه ځایونو کې د ساختماني موادو د نه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۴۷
Background image

د مهترلام ښاروال په مشرۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS