د مهترلام ښاروال په مشرۍ نن چهارشنبه د مهترلام ښاروالۍ اداري ناسته ترسره شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۶:۳۲
شاروال مهترلام

نن چهارشنبه د جدي میاشتې په دریمه نیټه د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره اداري ناسته پیل شوه پرانیستونکې وینا مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزي وکړه او د پیل په خبرو کی یې وویل داچې (۱۴۰۰) مالي کال پیل شوی باید د ښاروالۍ پرسونل په کاري برخه کې له ځانه وړتیا او لازم نو اوري ښکاره کړي

مهترلام ښاروال مالي اواداري امریت ته سپارښتنه وکړه تر څو د کارونو په ښه انسجام کې تر ډیره بریده کوښښ وکړي تر څو د نظم او دسپلین په موجودیت کې پرسونل په ارام فکر سره کار وکړي

همدارنګه د سکتوري امریت کارونه په چټکۍ سره روان دي او ډیرې عامه پروژې ګټي اخیستنې ته سپارل شوي او نور یې تر کار لاندې دي چې په راتلونکي وخت کې به یې رغنیزې چارې پشپړې شي

 ورپسې د نواحیو له مدیریتونو مننه وکړه چې پخپله برخه کې یې لازم خدمات وړاندي کړي دا چې په نواحیو کې د هغوۍ اړوند مسوولیتونه ډیر زیات دي په ښار کې د نظم او دسپلین په برخه کې باید لمړۍ ناحیه ډیر کار وکړي تر څو د ترافیک او ښاریانو ستونزې له دې برخې حل شي

دا چې  د ښاري حکومتولۍ امریت نوی په خپل کار پیل کړی باید ټول اړوند لوایح ،مقررات او طرزالعملونه چې  له مرکزي ادارې څخه ښاروالیو ته مواصلت کوي پخپل وخت مربوطه شعباتو ته ورسوي

همدارنګه د نظارت او ارزیابي امریت باید د پرسونل له اموراتو او روانو پروژو پخپل وخت سره نظارت وکړي او راتلونکي کال باید له نورو کلونو متفاوت او ځانګړی وي.

د ښاروالۍ د پرسونل ټول اجراات باید د قانون او مقرراتو پر بنیاد وي هر کارمند باید منظم کاري پلان ولري تر څو د هغه له مخې پخپل وخت اجراات ترسره شي

مجلس اداری شاروالی مهترلام

ورپسې مهترلام ښاروال زیاته کړه کومې لاسته رواړنې او بریالیتوب چې نن یې مهترلام ښاروالۍ د هیواد او په ځانکړي ډول د لغمان ولایت په کچه یې لري د پرسونل د نه ستړي کیدونکو هلو ځلو نتیجه ده

همدارنګه مهترلام ښاروال وویل مونږ د خپلو خلکو د هوساینې او معیاري خدماتو د وړاندې کولو په منظور ډیرې پروژې په راتلونکي مالي کال کې په پلان کی شامل کړي او تر وسه کوښښ کوو هغه عملي کړو

د مجلس په پای کې دمهترلام ښاروالۍ هغه پرسونل چې په تیر مالي کال کې په خپله کاري برخه کې  له ځانه وړتیا ښودلې وه د مهترلام ښاروالۍ په وړاندیز او د ولایت مقام په منظورۍ په دریمه درجه تقدیرنامو سره وستایل شول او ناسته په دعایې سره پای ته ورسیده

په درنښت

۳/۱۰/۱۳۹۹

#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتي_څانګه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۶:۱۹
Background image

د لومړۍ ناحیې اړوند د اتفاق کلي اوسیدونکو خپلې ستونزې له ښاري حکومتولۍ آمریت سره شریکې کړې

د مهترلام ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د اتقاق کلي اوسیدونکو خپلې ستونزې د حل په موخه د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري سره شریکې کړې د یادې سیمې اوسېدونکو په پیل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۴۵
Background image

د دوهمې ناحیې اړوند لسم ګذر د ګل آباد کلي اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق ښاغلی شیرعلم خان باور د محمد حیدر زوی د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د لسم ګذر ګل آباد کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۳۶
Background image

له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي دي

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په منظم شکل جریان لري، چې تر دې دمه. . .

BACK TO NEWS