د مهترلام ښاروال په ځانګړې لارښوونه، د مهترلام ښاروالۍ د مالي او اداري امر په مشرۍ د نرخونو د کنټرول کمېټې ناسته وکړه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۴ - ۷:۵۹

په دې ناسته کې د ښاروالۍ مالي او اداري امر مطیع الله عظيمي د ګډې کمېټې استازو ته لارښوونه وکړه، ترڅو په ګډه په مهترلام ښار کې نرخونه کنټرول کړي او ښاريانو ته پوره سهولتونه برابر کړي.

په دې ناسته کې د کمېټې د استازو او د اصنافو د اتحاديې د يو شمېر صنفونو د مشرانو په حضور کې بعضې برخو ته نرخونه وټاکل شول، چې ژر به د نرخونو د کنټرول کمېټې په ملتیا د ځانګړي کمېسيون پر مټ پر هټيوالو تطبيق شي.

له دې پريکړې څخه د سرغړونې په صورت کې به هټيوال نغدي جريمه شي او ددې برخې د اصلاح لپاره به د ښاروالۍ متداومه څارنه جريان ولري.

ياده دې وي، چې په دې ناسته کې د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د آمر سربېره، د لومړۍ ناحيې مدير، د ولايت مقام، ملي امنيت، مستوفيت او د اصنافو اتحاديې استازو ګډون درلود.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۵۱
Background image

د مهترلام ښار قصابانو ته خبرداری ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري د مهترلام ښار له قصابانو څخه څارنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د څارویو د پوستکو له پلور څخه ډډه وکړي

نوموړي وویل چې د مهترلام. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۲۳
Background image

د ډاکټر عبدالله لغماني لېسه کې د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې نن د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۲۰
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د منظور شوي پلان له مخې د خط‌اندازۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي امریت ترچتر لاندې د پلان مدیریت له لوري د مرکز د منظور شوي پلان له مخې د خط اندازۍ چارې پیل شوې

. . .

BACK TO NEWS