د مهترلام ښار د لومړۍ او دویمې ناحیو د ویالو پاک کاري او د کثافاتو انتقال چارې ترسره شوې

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۸:۱۸
تنظيف چارې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو د ښاري پاکوالي او روغتیایي چاپېریال د خوندي ساتلو په موخه، د ښار د لومړۍ او دویمې ناحیو اړوند ساحو کې خپل فعالیتونه ترسره کړل
یادو فعالیتونو کې د ویالو د پاک کارۍ، د کثافاتو راټولولو او د کثافت دانیو تشولو چارې ترسره شوې، د یادو سیمو ویالې چې د کثافاتو او خټو له امله بندې شوې وې، له هر ډول خنډونو پاکې شوې، همداراز، له ګڼو سیمو څخه ډکې شوې کثافت دانۍ خالي کړل شوې، او ټول راټول شوي کثافات او د قربانۍ پاتې شوني یو لیرې، مشخص ځای ته انتقال او د اصولو مطابق دفن شول
د دې فعالیتونو موخه دا وه چې د باراني اوبو د بندښت، ناولتیا خپرېدو، او د ناروغیو د احتمالي خپرېدو مخنیوی وشي او ښاریانو ته یو پاک، روغ او منظم چاپېریال برابر شي
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت مسؤلین وایي" چې دا ډول فعالیتونه به دوامداره وي او له ښاریانو یې هم غوښتنه وکړه چې د ښار په پاک ساتلو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS