د مهترلام ښار قصابانو ته د وروستي ځل لپاره خبرداری ورکړل شو

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۷:۲۲
قصابانو تعقيب

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې او د ښاریانو د روغتیا خوندي کولو په موخه د مهترلام ښار د قصابانو څارنه او تعقیب ترسره شو

د یادې څارنې پر مهال د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري چې د ښاروالۍ د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیر لعل آغا ابراهیمي یې ملتیا کوله، قصابانو ته وویل چې له دې وړاندې تاسو ته سپارښتنه شوې وه څو د غوښې د میده کولو ګنډې دشپې له خوا په خوندي ځای کې کېږدئ او د ورځې پر مهال د غوښې د ساتنې لپاره پرې پلاستیکي پوښونه ولګوئ تر څو د ککړتیا مخه ونیول شي

نوموړي زیاته کړه، هغه قصابانو چې له یادو سپارښتنو سرغړونه کړې وه، د وروستي ځل لپاره ورته خبرداری ورکړل شو او ټینګار وشو چې که بیا سرغړونه تکرار شي، نو قانوني چلند به ورسره کېږي

د یادونې وړ ده چې د ښار د پاکوالي او د ښاریانو د روغتیا ساتنې په موخه وخت پر وخت د مهترلام ښاروالۍ ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري یاد اقدامات ترسره کېږي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS