د مهترلام ښار ټول ګذرونه به په اساسي او معیاري شکل جوړ شي

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۷:۴۰
اداري مجلس

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې د امرینو او مدیرانو له لوري د تېر اداري مجلس ګرازش وړاندې شو او همدارنګه یو شمېر مهم موضوعات هم د بحث او کتنې لاندې ونیول شول

ناسته کې ښاروال له ټولو امرینو او مدیرانو مننه وکړه چې ورسپارل شوي کارونه یې په ښه شکل ترسره کړې دي

همداراز نوموړي وویل، چې ۱۴۰۵ کال کې به د مهترلام ښار ټول ګذرونه په اساسي او معیاري شکل جوړ کړل شي او هر ګذر کې به د سرکونو هموارکاري او د ویالو د جوړولو چارې ترسره شي

په پای کې ښاروال یو شمېر مشخصې دندې اړوندو امرینو او مدیرانو ته وسپارلې او سپارښتنه یې وکړه چې تر راتلونکې ناستې پورې د هغو د ترسره کولو راپور ورسره شریک کړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS