د پارکونو او ګلدانونو د خروبولو چارې په منظم ډول جریان لري

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۸:۲۲
د پارکونو اوبه کول

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د ښار د ښکلا او سرسبزه ساتلو په موخه د پارکونو، شنو ساحو او ښاري ګلدانونو د خروبولو چارې د ټاکل شوي پلان له مخې په منظمه توګه هره ورځ ترسره کېږي
نن د یاد مدیریت مسؤلینو له لوري د دغو فعالیتونو مستقیم نظارت ترسره شو، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې خروبول، د نباتاتو ساتنه او د سرسبزۍ پروسه د معیارونو سره سم پرمخ روانه ده
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مامور انجنیر ریحان الله اریان چې نن یې نظارت ترسره کوه وې ویل، د سرسبزۍ دا هڅې نه یوازې د ښار ښکلا زیاتوي، بلکې د ښاریانو رواني آرامتیا، د هوا پاکوالی او د ژوند چاپېریال ښه کولو کې هم مهم رول لري

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS