د ښاري نظم د ټینګښت په موخه د مهترلام ښاروالۍ د ښاري انضباطاتو له لوري پراخ فعالیتونه ترسره شول
د مهترلام ښاروالۍ د ښاري انضباطاتو مدیر قاري انتظار معاذ چې انضباطانو یې ملتیا کوله د مهترلام ښار په بېلابېلو سیمو کې د ښاري نظم د ټینګښت په موخه پراخ فعالیتونه ترسره کړل
د یادو فعالیتونو په ترڅ کې هغه دوکانداران او هټۍوال، چې د خپلو جنسونو، ترپالونو، مېزونو او کراچیو په وسیله یې پلې لارې بندې کړې وې، تنظیم او پلې لارې په بشپړه توګه د ښاریانو پر مخ پاکې شوې
د ښاري انضباطانو مدیر قاري انتظار معاذ وویل، چې د ښاري نظم ساتل د ټولو ګډ مسؤلیت دی او له ټولو دوکاندارانو او ښاریانو یې وغوښتل، چې د ښار نظم او پاکوالي ته ځانګړې پاملرنه وکړي او له ښاروالۍ سره همکاري وکړي
یاده دې وي چې وخت پر وخت د مهترلام ښاروالۍ د ښاري انضباطانو له لوري ورته فعالیتونو ترسره کېږي ترڅو ښاریانو لپاره لا ډیر سهولتونه برابر شي
