د ښار د پاک او منظم ساتلو په موخه د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو د فعالیتونو دوام

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۸:۲۵
د کثافاتو انتقال

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو د ښاري پاکوالي او روغتیایي چاپېریال د خوندي ساتلو په موخه، د ښار د لومړۍ او دویمې ناحیو اړوند ساحو کې خپل فعالیتونه ترسره کړل
یادو فعالیتونو کې د ویالو د پاک کارۍ، د کثافاتو راټولولو او د کثافت دانیو تشولو چارې ترسره شوې، د الینګار په مسیر د زړې ښاروالۍ د مخې سرک غاړې ویالې چې د کثافاتو او خټو له امله بندې شوې وې، له هر ډول خنډونو پاکې شوې، همداراز، د دویمې ناحيي له ګڼو سیمو څخه ډکې شوې کثافت دانۍ خالي کړل شوې، او ټول راټول شوي کثافات او د قربانۍ پاتې شوني یو لیرې، مشخص ځای ته انتقال او د اصولو مطابق دفن شول
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښ کارکوونکي هره ورځ  ښاریانو ته د یو پاک، روغ او منظم چاپېریال برابرولو په موخه خپل پراخ فعالیتونه ترسره کوي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS