د ګډی کمیټی په شتون کی د اصنافو له مختلفو ټولګیو سره په ګډه او مشوری د (۱۴۰۰) مالی کال د لومړي ربع لپاره د مهترلام ښاروالۍ له لوری نرخ نامی ترتیب او وټاکل شوي

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۵ - ۸:۳۰
مجلس

یکشنبه د جدی پر څوارلسمه نیټه د لومړی ناحی مدیر انجینر ذبیح الله حمیدي په کاری دفتر کی د مختلفو ملکی اداراتو استازی چی د جوړی شوی کمټی غړی دی چی د ولایت مقام ،د څارونوالی ریاست، مستوفیت ریاست،د سوداګری او صنایعو خونی،اصنافو استازی اومهترلام ښاروالۍ له استازو جوړه ده او همدارنګه د مهترلام ښار د اصنافو د بیلابیلو ټولګیو استازی رابلل شوې وه تر څو په ښار کی د توکو د خرڅلاو لپاره مناسبی او د بازار د تقاضا مطابق نرخ نامی ترتیب شی

د لومړی ناحی مدیر ښاغلی حمیدی وویل : دا چی د مهترلام ښاراوسیدونکی له مالی او اقتصادی پلوه ډیر پر ځان بسیا نه دی دا د ټولو دنده ده ترڅو د توکو په خرڅلاو کی له انصاف څخه کار واخیستل شی او بل مسلمان ته ضرر ونه رسیږی

ښاغلی حمیدی همدارنګه زیاته کړه دا د مهترلام ښاروالی مسوولیت دی تر څو په ښار کی د نرخونو له کنترول څخه پر وخت نظارت وکړی او هغه اشخاص چی د نرخ نامی پر خلاف پیر او پلور وکړی قانونی چلند ورسره کیږی

همدارنګه د اصنافو په استازوالی عبدالولی قدوسی د مهترلام ښاروالۍ دغه اقدام چی غواړی په ښارکی د توکو پر پلور نظارت ولری ډیر مناسب او پر ځای وباله او بله داچی د اصنافو سره په مشوری دغه نرخنامی ټاکل کیږی تر څو نه ښاریان او نه هټیوال متضرر شی او له راتلونکو ستونزو مخنیوی شوی وی

ورپسی د اصنافو د مختلفو ټولګیو د استازو په نوبت سره خبری وکړی خپلی ستونزی یی د مهترلام ښاروالۍ له رهبری سره شریکی کړي چی د رسیدنی په موخه ورته ډاډ ورکړل شو

وروسته د هر صنف لپاره د شته ضرورتونو او امکاناتو پر بنسټ نرخنامی ترتیب شوی او د ټاکل شوی کميټی له لوری له کتنی وروسته په ښار کی د ویش په موخه د مارکیټونو د تنظیم ماموریت ته وسپارل شوی او هر هټیوال مکلف دی تر څو هغه د خپل دکان مخی ته په ښکاره ډول وځړوی ترڅو ښاریان یی وګوری .

په درنښت

۱۳۹۹/۱۰/۱۵

#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتي_څانګه

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۷:۱۸
Background image

د دویمې ناحیې اړوند د سبزي مارکیټ شاوخوا د پاکولو او د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د دویمې ناحيې اړوند د سبزي مارکیټ شاوخوا د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې

یاده چاره د مهترلام ښاروال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۷:۱۱
Background image

مهترلام ښاروال د نورستان د ښاروال د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او د خواخوږۍ مراتب یې وړاندې کړل


مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د نورستان ولایت د ښاروال د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او د نوموړي له کورنۍ، خپلوانو او د نورستان له ولس سره یې د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۷:۹
Background image

د مهترلام ښاروالۍ کارمندانو ته د اسنادو د محفوظ کولو په موخه یو ورځنی سمینار ورکړل شو

د افغانستان د امارتي محفوظ اسنادو چاپ شرکت مسؤلینو او تخنیکي ټیم د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو، جوازونو او صفایۍ اړوندو آمرینو، مدیرانو او مامورینو ته د اسنادو د محفوظ کولو (مصؤن‌سازۍ) د. . .

BACK TO NEWS