لغمان کې د ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ډاکټر محمد ظاهر په نوم جوړ شوی تفریحي پارک ګټې اخیستنې ته وسپارل شوو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۹:۱۷
افتتاح پارک داکتر محمد ظاهر

ددغه پارک د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د لغمان مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار، مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي سربېره، دولایتي شورا رئیس، د بېلا بېلو ادارو مسوولینو، د ښاروالۍ مشورتي بورډ غړو، ځوانانو او ګڼو نورو برخه اخیستې وه.

د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي د معلوماتو له مخې چې د هندوستان هېواد په په مالي لګښت په ۷۵ جریبه ځمکه کې سلطان غازي بابا ښارګوټي اړوند R4 سیمه کې د هېواد پخواني لومړي وزیر ډاکټر محمد ظاهر په نوم جوړ شوی پارک یې ګټې اخیستنې وسپاره.

پارک داکتر محمد ظاهر

نوموړی وایي، په دغه پارک ۳۱ میلیونه افغانۍ د هندوستان هېواد له لوري او ۳ میلیونه دمهترلام ښاروالۍ له لوري د اوبو سیستم، د ازادۍ څلي او سرسبزۍ کې په لګښت رسیدلي چې په یو نیم کال کې چارې بشپړې شوي.

دلغمان مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار خوښي اوښوده او د مهترلام ښاروالۍ له رهبرۍ یې مننه وکړه چې په دې ولایت کې یې د رغونې لړۍ په خورا ښه شکل روانه کړې ده.

هغه دمهترلام ښاروالۍ او د سیمې له خلکو غوښتنه وکړه چې ددغه پارک په ساتنه کې ځانګړې پاملرنه ولري.

د ولایتي شورا رئیس عتیق الله عبدالرحیمزي هم خوښي اوښوده چې د مهترلام ښاروالۍ په هڅو د ځوانانو ولسونو لپاره د تفریح ځانګړی ځای جوړ شوو.

په درنښت

۱۳۹۹/۹/۲۲

#مهترلام_ښاروالی_مطبوعاتي_څانګه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۶:۱۹
Background image

د لومړۍ ناحیې اړوند د اتفاق کلي اوسیدونکو خپلې ستونزې له ښاري حکومتولۍ آمریت سره شریکې کړې

د مهترلام ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د اتقاق کلي اوسیدونکو خپلې ستونزې د حل په موخه د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري سره شریکې کړې د یادې سیمې اوسېدونکو په پیل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۴۵
Background image

د دوهمې ناحیې اړوند لسم ګذر د ګل آباد کلي اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق ښاغلی شیرعلم خان باور د محمد حیدر زوی د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د لسم ګذر ګل آباد کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۳۶
Background image

له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي دي

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په منظم شکل جریان لري، چې تر دې دمه. . .

BACK TO NEWS