مهترلام ښاروال او ورسره مل پلاوی د علینګار ولسوالۍ پر مسیر د غځیدلی سړک څخه د هغی د اساسی سروی او دیزاین په موخه له نژدی لیدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۷ - ۱۰:۵۴
شاروال مهترلام

مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزی او ورسره د سکتوري او تخنیکي برخی  پرسونل نن یکشنبه د مهترلام ښار څخه د علینګار ولسوالۍ په  مسیرد  غځیدلې سړک د اساسی سروی او دیزاین په موخه لیدنه وکړه

د یاد سروی  موخه  دادی تر څو په نژدی راتلونکي وخت کې د هغې د پراخوالې او جوړیدو چاری شروع شي

د یاودنی وړ ده چی یاد سړک به د شهید محمد رحیم له چوک څخه تر محبس پوری په دوو لینونو کی د دیرش مترو په عرض سره په اساسی شکل ورغول شی

شاروالی مهترلام

 دا چی مرکز مهترلام ښار سره د علینګار ولسوالۍ د تګ او راتګ او همدارنګه هغه مسافرین چی د نورستان ولایت څخه لغمان ولایت ته له همدی مسیر څخه استفاده کوی چی د یاد سړک عرض کم دی دا چی نوموړی سړک ډیر پخوا جوړ شوی چی د نفوسو په ډیریدو سره د ترافیک اذدهام پری ډیر شوی او په جوړیدو سره به یی تر یو حده دغه ستونزی حل شی

په درنښت

۷/۱۰/۱۳۹۹

#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتي_څانګه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۵۱
Background image

د مهترلام ښار قصابانو ته خبرداری ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري د مهترلام ښار له قصابانو څخه څارنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د څارویو د پوستکو له پلور څخه ډډه وکړي

نوموړي وویل چې د مهترلام. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۲۳
Background image

د ډاکټر عبدالله لغماني لېسه کې د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې نن د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۲۰
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د منظور شوي پلان له مخې د خط‌اندازۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي امریت ترچتر لاندې د پلان مدیریت له لوري د مرکز د منظور شوي پلان له مخې د خط اندازۍ چارې پیل شوې

. . .

BACK TO NEWS