مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي، د ښاري کمېسيون غړو سره ناسته وکړه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۵:۴۷
شاروالی مهترلام

په ‌دې ناسته کې مهترلام ښاروال، د‌ ښاري انظباط نوې ګمارل شوې ډله د کمېسيون استازو ته ورپېژندله، د دوی د جوړولو پر اړتیا يې خبرې وکړې او بيا يې د ښاروالۍ نوې ښاري برنامې د کمېسيون غړو سره شريکې کړې.

ددې ترڅنګ د مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي په مهترلام ښار کې شته بې نظمي، د ښار پاکوالي کمښت او د ښاري کمېسيون ترمنځ ‌د‌ ښې همغږۍ نشتوالي باندې بحث او خبرې وکړې.

بيا په وار سره د لومړۍ حوزې امر، د ترافیکو، ترانسپورټ، محیط زیست، اصنافو او د مسافر وړونکو اتحاديې استازو، دغه ‌راز د لاس پلورونکو نماينده ‌او د ښاروالۍ د لومړۍ ناحيې مدير ‌خبرې وکړې.

دوی ستونزې، مشکلات، وړانديزونه او لاسته راوړنې د ناستې ګډونوالو ‌سره شريکې کړې.

په پای کې پريکړه وشوه، چې ياد کمېسيون به خپلې چارې چټکوي، د ښاري نظم ‌راوستلو، د هډو تنظيم ‌او پاکوالي په برخو کې به لازم اجرات کوي

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS