په دویمه ناحیه کې د کثافاتو انتقال او تنظیف چارې سره شوې

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۱:۵۱
دويمه ناحيه کې

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحيي د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له خوا، د ښار د ښکلا او د عامه روغتیا د خوندیتوب په موخه، د دویمې ناحیې اړوند سیمو کې پاک کاري ترسره کړه
په یاده پاک کاري کې د ښاروالۍ د هوټل مخې، شاوخوا سیمې او د شمس ټاور مخې ویالې او پلچکونو څخه کثافات، شګې، او خځلې پاک کړل شوې
سربېره پردې، د همدغې ناحیې د "بخش اول" (اخري سټاپ) سیمه کې له ویالو راویستل شوي کثافات ټول شول او یو مناسب ځای ته انتقال او دفن کړل شول
د ښاروالۍ مشرتابه د یادو زیارکښو کارکوونکو هڅې ستایي او له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې د ښار پاکوالي ته جدي پام وکړي او د ښاروالۍ تنظیف ډلې سره همکاري وکړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS