په مهترلام ښار کې د پلو لارو د بندېدو له امله اته دوکانونه مهرلاک شول
د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحيې مدیر ملا عباس ابراهیمي چې د لومړۍ امنیتي حوزې مسؤلینو، د ښاري انظباتانو مدیر قاري انتظار معاذ د اصنافو رئیس حاجي محمد طالب خپلواک، د ښاروالۍ یو شمیر مدیرانو او مامورینو یې ملتیا کوله په ښار کې یې د پلو لارو د بندېدو له آمله ۸ دوکانونه مهرلاک کړل
د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي وویل، چې د سلطان غازي بابا ښارګوټي دروازې څخه تر شهید زرقاوي چوک پورې د سړک دواړو غاړو پلې لارې، چې د ځینو دوکاندارانو او هټیوالو له لوري په ترپالونو، چترۍګانو او نورو اضافي توکو له آمله بندې شوې وې، د ښاریانو پر مخ خلاصې شوې
نوموړي زیاته کړه، چې تېره پنج شنبه یادو دوکاندارانو ته خبرداری ورکړل شوی و، خو له سپارښتنو سره سره یې بیا هم خپل توکي پر پلو لارو اېښي وو، بالاخره توکي یې راټول او دوکانونه یې مهرلاک شول
هغه ټولو دوکاندارانو او هټیوالو ته خبرداری هم ورکړ چې د پلو لارو خلاصون ته په جدي توګه پام وکړي، که هر چا لاره بنده کړه قانوني چلند ورسره کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري
