په ګذرونو کې د بې‌سرپرسته او یتیمو ماشومانو د تثبیت په موخه ناسته ترسره شوه

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۰:۱۹
ګذر

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیریت له لوري د بې‌سرپرسته او یتیمو ماشومانو د تثبیت او لېست کولو په موخه د یادې ناحیې له ګذر وکیلانو سره ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د لومړۍ ناحیې د مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ جوړه شوې وه، چې پکې ګذر وکیلانو ته ځانګړې فورمې ووېشل شوې، تر څو په خپلو اړوندو ګذرونو کې بې‌سرپرسته او یتیم ماشومان په منظم ډول ثبت او معلومات یې له ناحیې مدیریت سره شریک کړي

ملا عباس ابراهیمي وویل، د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري موږ ته یو رسمي مکتوب راغلی وو، چې په ګذرونو کې د بې سرپرسته ماشومانو ارقام ورته لېست او ورسره شریک کړو ترڅو هغوئ یې مربوطه ارګانونو ته د مرستو په موخه وړاندې کړي

د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ ښاري حکومتولۍ آمریت له اړمنو قشرونو سره د ملاتړ په برخه خپلې هڅې روانې ساتلې دي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS