لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې پرژوې چارې پیل شوې

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۶:۴
د پروژې افتتاح

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت په پارکونو کې چمنونو، ونو او بوټو ته د اوبو رسولو او ذخیرو جوړولو چارې پیل شوې

د یادې پروژې بنسټ ډبره نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت، د ښاروالۍ تخنیکي او مسلکي آمر انجنیر زاهد الله مجددي، د څارنې او ارزونې آمر الحاج عبدالطیف اخندزاده، د لومړۍ او دریمې نواحیو مدیرانو او د نعمان عبدالحد شرکت مسؤل په لاسونو کېښودل شوه

 مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وویل: "دغه پروژه د ۱ میلیون ۷۲۲ زره او ۲۴ افغانیو په ارزښت د ښار اړوند څلورو (نازو انا، ځوانانو، داکتر ظاهر او ارچار) پارکونو کې پلي کیږي، ۶ د اوبو ذخیري جوړيږي هره ذخیره به ۶۲ متره مکعبه اوبه ساتي او وخت پر وخت به پارکونو چمنونو، ونو او بوټو ته اوبه ترې رسیږي"

نوموړي زیاته، د یادو ذخیرو او شیردهنونو د جوړولو چارې به درې میاشتو کې بشپړې شي او ګټه اخیستنې ته به وسپارل شي

ددې ښار اوسیدوونکو او پارک ته راغلو محصلینو بیا په خپلو خبرو کې د مهترلام ښاروالۍ دغه اقدام وستایه، هغوی وویل د ښار ټولو پارکونو ته هره ورځ لسګونه تنه د سیل او درس ویلو لپاره راځي، ددې پروژې په جوړیدو سره به چمنونه شنه، ونې او بوتي به پروخت اوبه شي هم به ورسره د ښار او پارکونو ښکلا زیاته شي

د نعمان عبدالاحد ساختماني شرکت مشر عبدالاحد چې د پروژې ساختماني چارې پرمخ وړي د ښاروالۍ مسولینو او ښاریانو ته ډاډ ورکړ چې د پروژې کارونه به د نقشې مطابق په ښه کیفیت په خپل وخت پای ته رسوي

د یادونې وړ دی چې په یاده پروژه کې شاوخوا ۲۵ کسانو ته په ورځني ډول د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS