د ښاري نظم د ټینګښت په موخه د مهترلام ښاروالۍ د ښاري انضباطاتو له لوري پراخ فعالیتونه ترسره شول
د مهترلام ښاروالۍ د ښاري انضباطاتو مدیر قاري انتظار معاذ په مشرۍ، چې د ترافیکو مدیریت او لومړۍ امنیتي حوزې مسؤلینو یې ملتیا کوله، د مهترلام ښار په بېلابېلو سیمو کې د ښاري نظم د ټینګښت په موخه پراخ فعالیتونه ترسره شول
د یادو فعالیتونو په ترڅ کې هغه دوکانداران او هټۍوال، چې د خپلو جنسونو، ترپالونو، مېزونو او کراچیو په وسیله یې پلې لارې بندې کړې وې، تنظیم او پلې لارې په بشپړه توګه د ښاریانو پر مخ پاکې شوې
د ښاري انضباطاتو مدیر قاري انتظار معاذ وویل، چې د ښاري نظم ساتل د ټولو ګډ مسؤلیت دی او له ټولو دوکاندارانو او ښاریانو یې وغوښتل، چې د ښار نظم او پاکوالي ته ځانګړې پاملرنه وکړي او له ښاروالۍ سره همکاري وکړي
نوموړي ټینګار وکړ، چې د پلو لارو د خلاصون او د ښاري نظم د ټینګښت په موخه به دا ډول فعالیتونه په دوامداره توګه ترسره کېږي او هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي، چې پلې لارې بندې کړي
