د مهترلام ښاروال په مشرۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه
د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او ترسره شویو فعالیتونو راپور د اجرأیه مدیر حاجي عابد روښان له لوري وړاندې شو
ورپسې یو شمېر مهم اداري، تخنیکي او خدماتي موضوعات د بحث او ارزونې لاندې ونیول شول او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې
ښاروال ښاغلي عتیق د ټولو امرینو او مدیرانو له هڅو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د مراجعینو ستونز ته باید په وخت رسیدنه وشي
په پای کې ښاروال یو شمېر مشخصې دندې اړوندو مسئولینو ته وسپارلې او سپارښتنه یې وکړه، چې تر راتلونکې ناستې پورې دې د یادو دندو د اجرااتو راپور له ښاروالۍ مقام سره شریک کړي
