د دویمې ناحیې اړوند د بخش اول سیمې شاوخوا د کثافت دانیو د پاکولو او د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د دویمې ناحيې اړوند بخش اول سیمې شاوخوا د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ ترسره شوه
هغه کثافت دانۍ چې له کثافاتو ډکې شوې وې خالي او راټول شوي کثافات یې یو لیرې ځای ته انتقال او د چاپېریالي اصولو مطابق دفن شول
د ښاروالۍ ریاست مقام له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې د ښار د پاک او منظم ساتلو په برخه کې د ښاروالۍ تنظیف کارکوونکو سره همکاري وکړي، ترڅو پاک او منظم ښار ولرو
