لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۲۲ میلیونه افعانیو په ارزښت د دوو پروژو چارې پیل شوې

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۳:۳۵
د دوو پروژو چارې

د مهترلام ښاروالۍ د سږکال پروژو په دوام د لومړۍ ناحیي اړوند د دارالمعلمین په مسیر د سرک او چړايي د جوړیدو چارې نن د لغمان مرستیال والي مولوي اختر محمد مزمل، مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت، د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي، د لغمان د بېلابیلو ادارو رئیسانو، ګذر وکیلانو او ولسي خلکو په شتون کې پیل شوې
مهترلام ښاروال وویل: د ښاروالۍ له داخلي بودجې مو نن د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پروژو د لومړۍ ناحيي اړوند د دارالمعلمین په مسیر د سرک قیر اچول او د چړايي د جوړیدو کارونه پیل کړل، چې په ۳ نیمو میاشتو کې به په معیاري شکل جوړ شي.
نوموړي وویل: په یادو پروژو کې به په ورځني ډول ۵۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي
مرستیال والي وویل: په لغمان کې د بیارغونې کارونه په چټکۍ روان دي او له خلکو او ولس یې غوښتنه وکړه چې داسې د ټولګټو پروژو په ساتنه کې همکاري وکړي
د مهترلام ښار اوسیدونکي د ښاروالۍ له یادو کارونو خوشاله دي او وايي چې د سرک او چړايي په جوړیدو سره د تګ راتګ سهولتونه برابریږي، د ترافیکي پیښو مخنیوی کېږي او خلکو ته د کار کولو زمینه برابریږي
د یادونې وړ ده چې سږکال تر دې دمه د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د بیارغونې کارونه روان دي چې سل ګونه خلکو ته پکې د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۵۱
Background image

د مهترلام ښار قصابانو ته خبرداری ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري د مهترلام ښار له قصابانو څخه څارنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د څارویو د پوستکو له پلور څخه ډډه وکړي

نوموړي وویل چې د مهترلام. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۲۳
Background image

د ډاکټر عبدالله لغماني لېسه کې د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې نن د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۲۰
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د منظور شوي پلان له مخې د خط‌اندازۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي امریت ترچتر لاندې د پلان مدیریت له لوري د مرکز د منظور شوي پلان له مخې د خط اندازۍ چارې پیل شوې

. . .

BACK TO NEWS