د ښاریانو ستونزو او شکایتونو ته رسیده ګي وشوه

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۱:۲۴
ستونزو

د تل په څیر نن یو ځل بیا د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ چې د ښاروالۍ امرینو یې ملتیا کوله د ګنې ګوڼې د مخنیوي په موخه یې د مهترلام ښار د پلو لارو د خلاصون کمېسیون ترسره کړ
د یاد کمېسیون له لوري په غیرې قانوني توګه چې کومو دوکاندارانو او هټیوالو په ترپالونو، چترۍ ګانو او نور شیانو باندې پلې لارې بندې کړې وې د ښاریانو پرمخ خلاصې کړې
د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي وویل: چې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په لارښونه د ښاري نظم راوستلو او د پلو لارو د خلاصون په موخه یو ګډ کمېسیون جوړ شوی چې یاد کمېسیون نن یوځل بیا په ښار کې د ښاریانو ستونزو او شکایتونو ته رسیده ګي وکړه او هغه پلې لارې چې د دوکاندارانو او هټیوالو له لوري بندې شوې وې په بشپړ ډول د ښاریانو پرمخ پرانیستل شوې
نوموړي وویل چې یاد کمېسیون په دوامداره توګه په مهترلام ښار کې فعالیت کوي، که هر چا لاره بنده کړه قانوني چلند ورسره کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري
د مهترلام ښار اوسیدونکي د ښاروالۍ د یاد کمېسیون له فعالیتونو خوشاله دي او وايي چې د پلو لارو په خلاصیدو سره د تګ راتګ سهولتونه برابریږي او د ترافیکي پیښو مخنیوی کېږي
د یادونې وړ ده چې یاد کمېسیون وخت پر وخت په ښار کې خپل فعالیتونه کوي او ښاریانو لپاره اسانتیاوې برابروي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS