د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اخیر سټاپ کې له ویالو راویستل شوي کثافات انتقال او دفن شول

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۹:۵۵
د کثافاتو انتقال

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار د دویمې ناحیې اړوند اخیر سټاپ سیمه کې د سړک غاړې ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې، چې په ترڅ کې له یادو ویالو راویستل شوي کثافات، خځلې او نور جامد مواد یو لیرې ځای ته انتقال او د چاپېریالي اصولو سره سم دفن شول
دا فعالیت د ښار د پاکوالي، د اوبو د بهېدنې د مسیر د خلاصون، او د روغتیايي خطرونو د مخنیوي په موخه ترسره شو، ترڅو د خځلو راټولېدو له امله رامنځته کېدونکي بدبویي، مکروبونه او ناروغۍ مهار شي
د مهترلام ښاروالۍ مشرتابه وایي، چې یادې چارې به دوام ولري او هڅه کېږي چې د ښار ټولې ناحیې تر پوښښ لاندې راشي
 نوموړی له ښاریانو غوښتنه کوي چې د خځلو منظم ځای پر ځای کولو ته پاملرنه وکړي او د ښار د پاک ساتلو په برخه کې له 
ښاروالۍ سره همکاري وکړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۵۱
Background image

د مهترلام ښار قصابانو ته خبرداری ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري د مهترلام ښار له قصابانو څخه څارنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د څارویو د پوستکو له پلور څخه ډډه وکړي

نوموړي وویل چې د مهترلام. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۲۳
Background image

د ډاکټر عبدالله لغماني لېسه کې د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې نن د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۲۰
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د منظور شوي پلان له مخې د خط‌اندازۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي امریت ترچتر لاندې د پلان مدیریت له لوري د مرکز د منظور شوي پلان له مخې د خط اندازۍ چارې پیل شوې

. . .

BACK TO NEWS