په مهترلام ښار کې د ډاکټر محمد ظاهر پارک د خړوبولو لپاره د ویالې جوړولو چارې پیل شوې

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۰:۳۱
پارک

د مهترلام ښاروال، الحاج مولوي رحمت الله شهامت، په ځانګړې لارښونه د ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د ډاکټر محمد ظاهر پارک د نیالګیو او شنو ساحو د خړوبولو لپاره د یوې ویالې د کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې
د تنظیف او سرسبزۍ مامور، انجنیر ریحان الله اریان، وویل چې د یادې ویالې په جوړېدو سره به د پارک د اوبو رسولو بهیر لا منظم او اسانه شي او د نیالګیو او شنو ساحو د دوامدار خړوبولو ستونزه به په اساسي ډول حل شي
نوموړي زیاته کړه چې د اوبو د رسولو د سیستم د پیاوړتیا ترڅنګ د ښاروالۍ له لوري د پارکونو د ښکلا او معیاري کولو په موخه د ډیزاین وهلو چارې هم پیل شوي، چې په ټولو پارکونو کې به په تدریجي ډول عملي شي
 د مهترلام ښاروالۍ کوښښ او هلې ځلې دا دې چې د ښاریانو لپاره پاک، سمسور او منظم چاپېریال برابر کړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS