د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ګلدانونو جوړولو او د ګلانو منظمولو چارې روانې دي

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۹:۲۵
منظمول

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د ښار د ښکلا او سرسبزۍ د دوام په موخه د پلان له مخې د ګلدانونو جوړولو، د ګلانو منظمولو او خړوبولو چارې دوام لري

د تنظیف او سرسبزۍ مدیر حاجي شفیع‌الله نیازي، چې مامور ریحان‌الله اریان یې ملتیا کوله، د یادو چارو د ښه تطبیق د ارزونې په موخه لیدنه وکړه او پر کارکوونکو یې د لا ښه کار کولو ټینګار وکړ
مامور ریحان الله اریان وویل، چې دوی د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په ځانګړې لارښونه د ګلدانونو جوړولو، د ګلانو منظم کولو او خړوبولو چارې ترسره کوي، چې د ښار ټول ګلدانونه، ګلان او زینتي بوټي به منظم کړل شي

د یادونې وړ ده چې له دغو کارونو سره به د مهترلام ښار ښکلا لاپسې زیاته شي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۹:۳۶
Background image

د مهترلام ښاروال په مشرۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۹:۳۳
Background image

د مهترلام ښار د لومړۍ او دویمې ناحیو د یو شمېر ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د تنظیف مامور عزت الله نیازي په مشرۍ، د مهترلام ښاروالۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ او دویمې ناحیو د یو شمېر ویالو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۹:۳۰
Background image

د پنځمې ناحیې اړوند د ترمینل د تخریب شوي استنادي دېوال د بیارغونې چارې ترسره کېږي

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د پنځمې ناحیې اړوند د کابل ـ جلال‌آباد هډې هغه استنادي دېوال، چې د وروستیو سېلابونو له امله تخریب شوی و، بېرته په اساسي او معیاري ډول رغول کېږي

په. . .

BACK TO NEWS