د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۸:۳۱
پروژې

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د څه کم ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت د درې پارکونو — د ښاروالۍ د ځوانانو پارک، ډاکټر محمد ظاهر پارک او شهید مولوي حبیب‌الرحمن پارک — د کټارو د ترمیم او رنګمالۍ چارې پیل شوې
د پروژې د پیل په مراسمو کې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت‌الله شهامت ترڅنګ، د څارنې او ارزونې امر الحاج عبدالطیف اخندزاده، تخنیکي او مسلکي امر انجنیر زاهدالله مجددي، د ښاروالۍ یو شمېر انجنیرانو، مدیرانو او مامورینو ګډون کړی وو
ښاروال شهامت وویل، دا پروژه د ښاروالۍ له داخلي بودیجې تمویلېږي او ټاکل شوې چې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړه شي. هغه زیاته کړه، چې د پروژې په ترڅ کې به هره ورځ شاوخوا لس کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي
د یادې پروژې قراردادي د «پرویز هارون» شرکت استازي قاري حقمل وویل، چې دوی به د کار ټول پړاوونه په معیاري، فني او اساسي ډول پرمخ وړي او د ټاکلي وخت په موده کې به پروژه بشپړه کړي
په ورته مهال، یو تن محصل سید ایوب د ښاروالۍ دا اقدام د ستاینې وړ وباله او وې ویل، چې د پارکونو د ترمیم او رنګمالۍ له امله به د ښار ښکلا نوره هم زیاته شي او د محصلینو لپاره به د مطالعې او تفریح ښه چاپېریال رامنځته شي
د یادونې وړ ده، چې د مهترلام ښاروالۍ په سږني پلان کې د ۱۰۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۲ د بیارغونې پروژې شاملې دي، چې په پرله‌پسې ډول به یې د عملي کارونو لړۍ پیل شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS