د مهترلام ښاروالۍ د تیلو پمپ، موټرشویي او څاه ګانو د نوې پروژې له چارو څخه لیدنه تر سره شوه

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۱۹
پروژې څخه ليدنه

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځمې ناحیې اړوند، د کابل ـ جلال‌اباد هډې ته څېرمه د تیلو پمپ، موټرشویي او د دوو څاه ګانو د جوړولو د سترې پروژې چارې رسماً پیل شوي، چې نن د دې پروژې د کارونو د ښه کیفیت د تضمین لپاره، مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د پروژې ساحې ته لاړ او  چارې له نږدې وڅارلې
ښاروال د پروژې له مسؤلینو وغوښتل چې ټول کارونه دې په اساسي، معیاري او د تخنیکي اصولو مطابق ترسره کړي
یاده دې وي چې د مهترلام ښار ګڼ شمېر اوسېدونکي او په پروژه کې بوخت کاریګر د ښاروالۍ له دې اقدام څخه خوښي څرګندوي. دوی وايي، چې دغه پروژه نه یوازې د ښار د خدماتي ضرورتونو د پوره کولو لپاره مهمه ده، بلکې ګڼو کسانو ته یې د حلال کار د روزګار زمینه هم برابره کړې ده

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS