د مهترلام ښاروالۍ د تیرې یوې اوونۍ لنډ خبرونه

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۷:۴۱
د اوونۍ خبرونه

 د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د مهترلام ښار د زرغونتیا او سمسورتیا په موخه د ۴ زره میوه لرونکو او غیرې میوه لرونکو نیالګیو کېنولو لړۍ د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت او د ښاروالۍ د امرینو، مدیرانو او کارکونکو له لوري پیل شوه
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د ښاروالۍ له پنځمې ناحيي مدیریت څخه د کارونو د منظم کولو په موخه لیدنه ترسره کړه
 د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاروالۍ دعوت ارشاد پنځم بست لپاره له ۲۰ کسانو څخه ازموینه اخیستل شوې وه، چې نتایج یې په ډاګه شوه
مفتي محمد عثمان ولد محمد حسن په ۷۳ نمرو یاد بست ته کامیاب شوی چې ډیر ژر به د ښاروالۍ کارکونکو ته معرفي شي
 د مهترلام ښاروالۍ له لوري د لغمان د کډوالو چارو ریاست ترڅنګ په دویمه ناحیه کې د سړک غاړې د ویالو د کانکرېټ اچونې چارې په منظم شکل روانې دي، چې د کارونو د ښه کیفیت په موخه مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت ترې لیدنه وکړه
 مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت چې د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي او د اصنافو رئیس یې ملتیا کوله د ګڼې ګوڼې د مخنیوي او د ښاریانو د ستونزو اوریدو په موخه یې له مهترلام ښار څخه لیدنه وکړه
 مهترلام ښاروالۍ سږکال په مهترلام ښار کې له کرایه جاتو، ښاري خدماتو او د غرفو له قراردادونو څخه ۵ میلیونه افغانۍ باقیات راټول کړې دي
 د مهترلام ښاروالۍ له لوري د دویمې ناحيي اړوند د حاجیانو د کلي د سرک د جوړیدو چارې په منظم شکل د پلان له مخې روانې دي چې مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د یادې پروژې له کارونو څخه لیدنه وکړه
 مهترلام ښاروالۍ په پام کې لري چې سږکال د سل میلیونه افغانیو په لګښت په مهترلام ښار کې د بیارغونې کارونه ترسره کړې، چې تر دې دمه یې په درېیو ربعو کې د څه باندې ۶۰ میلیونه افغانیو په مقابل کې ۱۴ د بیارغونې پروژې پلې کړې دي
 د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکونکو له لوري د مهترلام ښار د بېلابیلو برخو صفايي ترسره شوه، په یاده صفايي کې پلچکونه او ویالې په بشپړ ډول پاکې شوې، کثافات ترې راټول او یو مناسب ځای ته انتقال شوې
مهترلام ښاروال د ښاروالۍ د مشورتي بورډ غړو سره د ۱۴۰۴ مالي کال د پروژو په اړه مشورتي ناسته وکړه
 د مهترلام ښاروالۍ په همکارۍ د لغمان صنعت او سوداګرۍ ریاست په مشرۍ په مهترلام ښار کې د تاریخ تیره خوراکي او غیرې خوراکي توکو د راټولو کمیسون ترسره شو
 د مهترلام ښاروالۍ د اداري پرېکړې او د ښاریانو د شکایتونو اوریدو پر اساس د مهترلام ښاروالۍ د څارنې او ارزونې امر الحاج عبدالطیف اخندزاده چې د دویمې ناحيي مدیر حاجي حسین الکوزي یې ملتیا کوله د لغمان سبزي مارکیټ له دوکانونو او هټیو څخه یې څارنه وکړه.
په یاده څارنه کې د دوکاندارانو او هټیوالو جنسونه وکتل شو او پایمانې یې ترسره شوې
دا چې بېګا د باران او ویالو کې د ډیرو اوبو راوتلو له امله مهترلام ښار کې کثافت زیات شوي اوس مهال یې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکونکو له لوري د صفايي چارې روانې دي

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۲۰
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د عامه پوهاوي بنرونه ولګول شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې او د ښار د زرغونتیا د هڅونې په موخه د ښار په مهمو درې لارو او چوکونو کې د عامه پوهاوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۱۵
Background image

مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې لومړۍ بریا ترلاسه کړه

د لغمان ولایت د ثبتو کلبونو ترمنځ د انټرکلب سیالیو په لړ کې مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې له یوې ښکلې لوبې وروسته په خپله لومړۍ لوبه کې روښان لغماني لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۵
Background image

په پنځمه ناحیه کې د پُل د کټارو د جوړولو او خلاصېدو چارې پیل شوې

د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند یو پُل زیانمن شوی وو، چې د کټارو یوه برخه یې تخریب شوې وه او د اوبو جریان یې هم بند شوی وو د یادې ستونزې د حل په. . .

BACK TO NEWS