د مهترلام ښار د مختلفو ساحو صفايي ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکونکو له لوري د مهترلام ښار د مختلفو برخو صفايي ترسره شوه په یاده صفايي کې پلچکونه او ویالې په بشپړ ډول پاکې شوې او کثافات ترې راټول او یو مناسب ځای ته انتقال کړل شول
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف پرسول هره ورځ د سهار له ۷ بجو څخه تر مازیګر ناوخته پورې د مهترلام ښار په مختلفو برخو کې خپل فعالیتونه کوي او کثافات راټولوي