مهترلام ښاروال د دارالمعلمین په مسیر د سرک قیر اچونې له روانو چارو څخه نظارت ترسره کړ

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۸:۲۲
قير اچول

مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت چې د ښار او کور جوړونې رئیس او د ښاروالۍ د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي یې ملتیا کوله د لومړۍ ناحيي اړوند د دارالمعلمین په مسیر د سرک قیر اچونې له روانو چارو څخه نظارت ترسره کړ
ښاروال د پروژې مسؤل باندې د ښه معیاري او اساسي کار کولو ټینګار وکړ او وې ویل چې کارونه باید د پلان مطابق ترسره شي
د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروال وخت پر وخت د کارونو د ښه کیفیت په موخه د ښاروالۍ له روانو پروژو څخه لیدنه او څارنه کوي

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۲۰
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د عامه پوهاوي بنرونه ولګول شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې او د ښار د زرغونتیا د هڅونې په موخه د ښار په مهمو درې لارو او چوکونو کې د عامه پوهاوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۱۵
Background image

مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې لومړۍ بریا ترلاسه کړه

د لغمان ولایت د ثبتو کلبونو ترمنځ د انټرکلب سیالیو په لړ کې مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې له یوې ښکلې لوبې وروسته په خپله لومړۍ لوبه کې روښان لغماني لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۵
Background image

په پنځمه ناحیه کې د پُل د کټارو د جوړولو او خلاصېدو چارې پیل شوې

د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند یو پُل زیانمن شوی وو، چې د کټارو یوه برخه یې تخریب شوې وه او د اوبو جریان یې هم بند شوی وو د یادې ستونزې د حل په. . .

BACK TO NEWS