لغمان والي د کابل ــ جلال اباد سترې هډې د جوړیدو له چارو لیدنه وکړه.

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲ - ۴:۵۶
هده کابل جلال اباد

دلغمان والي رحمت الله یارمل د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې چې مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار، ددفتر رئیس او مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزی  یې ملتیا کوله په مهترلام ښار کې د کابل ــ جلال اباد هډې او ترمینل د جوړیدو له چارو نږدې څخه لیدنه وکړه.

د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي والي یارمل ته د هډې او ترمینل د کارونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

لغمان والي ښاغلي رحمت الله یارمل خوښي اوښوده چې د انکشاف لړۍ په دې ولایت کې خورا په ښه شکل روانه ده.

هغه د مهترلام ښاروال او نورو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د کارونو کیفیت ته ځانګړې پاملرنه ولري.

۱۳۹۹/۵/۱

#دلغمان #ولایت #درسنیو #اواړیکو #دفتر

#LMIC

#مهترلام_ښاروالۍ

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۲۰
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د عامه پوهاوي بنرونه ولګول شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې او د ښار د زرغونتیا د هڅونې په موخه د ښار په مهمو درې لارو او چوکونو کې د عامه پوهاوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۱۵
Background image

مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې لومړۍ بریا ترلاسه کړه

د لغمان ولایت د ثبتو کلبونو ترمنځ د انټرکلب سیالیو په لړ کې مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې له یوې ښکلې لوبې وروسته په خپله لومړۍ لوبه کې روښان لغماني لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۵
Background image

په پنځمه ناحیه کې د پُل د کټارو د جوړولو او خلاصېدو چارې پیل شوې

د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند یو پُل زیانمن شوی وو، چې د کټارو یوه برخه یې تخریب شوې وه او د اوبو جریان یې هم بند شوی وو د یادې ستونزې د حل په. . .

BACK TO NEWS