مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزی د ښاروالۍ د پنځه ګونو نواحیو له مدیرانو سره ځانګړې ناسته وکړه

Anonymous (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۸ - ۷:۴۰
شاروال مهترلام

نن دوشنبه د جدي پر اتمه نیټه مهترلام ښاروال د نواحیو له مدیرانو سره د چارو د سمون په موخه کاري ناسته وکړه او د له هغوۍ غوښتنه وکړه چې په راتلوونکي مالي کال کې هره ناحیه په خپله کاري ساحه کې اصلاحي او پراختیایي کارونو ته چټکتیا ورکړي.

مهترلام ښاروال د خپلو خبرو پر مهال وویل: د ښاري نظم د طرحې په برخه کې باید ګړندي ګامونه واخستل شي، په ښار کې د غیر منظمو لوحو، بیلبوردونو او غیر قانوني خبرتیاو مخنیوی وشي، د نواحیو مدیران اړ دي چې په خپلو نواحیو او کاري ساحاتو کې ښاري نظم، ښاري فرهنګ او سیمه ایزودودنو ته خاصه توجه وکړي، ښار باید د ښار شکل ولري، نظم او دسپلین په یو ښار کې اساسي عنصر ده او هغه ساحې چې پلې لارې یې د پراختیایې کارونو پر مهال زیانمن/ ړنګ شوي وي، د بیا ځل د رغونې کارونه یې ژر پیل شي، ترڅو ښاریان له ستونزو سره مخ نشي او پلې لارې او سرکونه باید د ښاریانو پر مخ تل خلاص وي.

مهترلام ښاروال زیاتوي: ((هره ناحیه باید خپل کلنی کاري پلان له ځانه سره ولري او د هغه په عملي کولو کې لاس په کار شي، د غصب پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د کلک هوډ ولري او د هغو غاصیبینو لیستونه چمتو کړي چې په نواحیو کې یې په غصب لاس پورې کړی ده، امنیتي ارګانونو سره شریک کړل شي او له غصب څخه په کلکه مخنیوی وشي)).

وروسته د نواحیو مدیرانو د کړو اجرااتو او هم راتلوونکي پلانونو په تړاو مهترلام ښاروال سره اوږدې خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د سږ کال پر پرتلینه به راتلوونکي کال کې ښې لاسته راوړنې ولري او په ښاري سیمه کې به د ښاري نطم په پار له اصنافو سره ګډ‌ کار وکړو.

مجلس اداری شاروالی مهترلام

د ناستې په پای کې مهترلام ښاروال د نواحیو مدیرانو او د مهترلام ښاریانو باندې غږ وکړ چې د غصب پر وړاندې مبارزه د هر فرد ملي وجیبه ده، ترڅو عامه ملکیت د شخصي ګټو قرباني نه شي.

په درنښت

۸/۱۰/۱۳۹۹

#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتي_څانګه

www.mehterlam.gov.af

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۲۰
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د عامه پوهاوي بنرونه ولګول شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې او د ښار د زرغونتیا د هڅونې په موخه د ښار په مهمو درې لارو او چوکونو کې د عامه پوهاوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۱۵
Background image

مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې لومړۍ بریا ترلاسه کړه

د لغمان ولایت د ثبتو کلبونو ترمنځ د انټرکلب سیالیو په لړ کې مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې له یوې ښکلې لوبې وروسته په خپله لومړۍ لوبه کې روښان لغماني لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۵
Background image

په پنځمه ناحیه کې د پُل د کټارو د جوړولو او خلاصېدو چارې پیل شوې

د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند یو پُل زیانمن شوی وو، چې د کټارو یوه برخه یې تخریب شوې وه او د اوبو جریان یې هم بند شوی وو د یادې ستونزې د حل په. . .

BACK TO NEWS