لغمان کې د ښاروالۍ له لوري د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې بشپړې شوې

web_admin
Sat, Apr 12 2025 11:28 AM
تنويري پايي

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې څخه د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د لومړۍ ناحيې اړوند د سطان غازي بابا ښارګوټي دروازې څخه تر شهید عبدالله پښتون څلورلارې پورې د برېښنايي تنویري پایو د لګولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
بل اړخ ته بیا د څه کم دوه میلیونه افغانیو په لګښت  د پنځمې ناحیو په مربوطاتو کې د ده مَلخ له پله څخه تر قرارګاه پورې د برېښنايي تنویري پایو د ترمیم چارې هم ترسره شوې دي
د مهترلام ښار اوسیدونکي د ښاروالۍ له فعالیتونو خوشاله دې او وايي، چې د تنویري پایو ترمیم او لګولو سره د ښار ښکلا زیاته شوې او تر ډیره د تګ راتګ سهولتونه برابر شوي

Latest news

Mon, Sep 08 2025 9:31 AM
Background image

د پلان له مخې به د مهترلام ښار په ټولو ناحیو کې د سرکونو هموارکاري تر سره شي

نن د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په دغه ناسته کې د امرینو او مدیرانو له لوري. . .

Mon, Sep 08 2025 9:24 AM
Background image

د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري په مهترلام کې د ګلدانونو او پارکونو د منظمولو چارې پيل شوي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د ښار د ښکلا او زرغونتیا په موخه د ګلدانونو او پارکونو د منظمولو چارې پيل کړې چې په دغو فعالیتونو کې د ګلدانونو جوړول او د هرزه بوټو (زیانمن. . .

Sat, Sep 06 2025 10:20 AM
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د عامه پوهاوي بنرونه ولګول شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې او د ښار د زرغونتیا د هڅونې په موخه د ښار په مهمو درې لارو او چوکونو کې د عامه پوهاوي. . .

BACK TO NEWS