دلغمان په مرکز مهترلام کې د امام ابوحنیفه په نوم د عیدګاه مسجد او مدرسې د جوړیدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۹:۰
شاروالی مهترلام

ددغه مسجد د جوړیدو د چارو پيل په مراسمو کې د لغمان والي ښاغلي عبدالولي واحدزي، مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي، د ارشاد حج اوقافو رئیس، د عالمانو شورا رئیس، د بېلا بېلو ادارو مسوولینو، لسګونه دیني عالمانو او د سیمي اوسیدونکو برخه اخیستې وه.

دلغمان والي ښاغلي عبدالولي واحدزي خوښي اوښوده، چې نن یې د سلطان غازي بابا ښارګوټي په R5 سیمه کې د یوه عیدګاه مسجد او مدرسي د جوړیدو د چارو پیل کې برخه واخیستله.

هغه زیاته کړه، چې ددغه مسجد ساختمان کې به ټول معیارونه په پام کې ونیول شي او ورسره به یوه دیني مدرسه هم جوړه شي.

د ارشاد حج اوقافو رئیس مولوي سید نجیب الله هاشمي له ولایتي ادارې او مهترلام ښاروالۍ څخه مننه وکړه، چې په ټولو ښارګوټو کې یې مساجدو ته وړ او مناسب ځایونه جدا کړي دي.

هغه وویل، چې د ارشاد حج اوقافو وزارت د مساجدو د جوړیدو لپاره دومره بودیجه نه لري، ولې ددې مسجد په څېر یې که خلک په شخصي لګښت جوړه وي، دوی یې هرکلی کوي او ددې کار ستاېنه او ملاتړ ته دوام ورکوي.

د یادونې وړ ده چې په R5 سیمه ددغه جوړیدونکي مسجد لګښت د سیمي خلک او سرمایداره وګړي ورکوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۲۰
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د عامه پوهاوي بنرونه ولګول شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې او د ښار د زرغونتیا د هڅونې په موخه د ښار په مهمو درې لارو او چوکونو کې د عامه پوهاوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۱۵
Background image

مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې لومړۍ بریا ترلاسه کړه

د لغمان ولایت د ثبتو کلبونو ترمنځ د انټرکلب سیالیو په لړ کې مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې له یوې ښکلې لوبې وروسته په خپله لومړۍ لوبه کې روښان لغماني لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۵
Background image

په پنځمه ناحیه کې د پُل د کټارو د جوړولو او خلاصېدو چارې پیل شوې

د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند یو پُل زیانمن شوی وو، چې د کټارو یوه برخه یې تخریب شوې وه او د اوبو جریان یې هم بند شوی وو د یادې ستونزې د حل په. . .

BACK TO NEWS