د خواشینی پیغام

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۴ - ۷:۵۴
غضنفر

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د عالي مقام د ځانګړي استازي، او ملي تجار ارواښاد محمد یوسف غضنفر د وفات په مناسبت دمهترلام ښاروال د خواشینۍ او ډاډګېرنې پیغام!

بسم الله الرحمن الرحیم

په خورا ډېرې خواشینۍ سره خبر شو، چې د اقتصادي پراختیا، تجارتي چارو او د فقر د لمنځه وړلو په برخه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ځانګړی استازی او د هېواد ملي تجار محمد یوسف غضنفر د ورپېښې ناروغۍ له امله د تل لپاره له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

انا لله وانا الیه راجعون

ارواښاد غضنفر د ګران هېواد افغانستان یو وتلی ملي تجار او سیاسي شخصیت وو، چې د خپل هېواد، خاورې او ولس د ښېرازۍ او سوکالۍ لپاره یې سترې هیلې له ځانه سره درلودي، د ارواښاد غضنفر مړینه د هېواد په اوسنیو شرایطو کې ستره ضایعه بولم.

زه په دې درانه غم کې د ټولو درنو هېوادوالو سره ځان شریک بولم، ارواښاد ته د جنت الفردوس، درنې کورنۍ او د افغانستان ټول عظیم ملت ته له خپله اړخه د تسلیت مراتب وړاندې کوم.

بشپړ درناوی

انجينرنظيف الله ( الکوزي )

دمهترلام ښاروال

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۲۰
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د عامه پوهاوي بنرونه ولګول شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې او د ښار د زرغونتیا د هڅونې په موخه د ښار په مهمو درې لارو او چوکونو کې د عامه پوهاوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۱۵
Background image

مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې لومړۍ بریا ترلاسه کړه

د لغمان ولایت د ثبتو کلبونو ترمنځ د انټرکلب سیالیو په لړ کې مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې له یوې ښکلې لوبې وروسته په خپله لومړۍ لوبه کې روښان لغماني لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۵
Background image

په پنځمه ناحیه کې د پُل د کټارو د جوړولو او خلاصېدو چارې پیل شوې

د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند یو پُل زیانمن شوی وو، چې د کټارو یوه برخه یې تخریب شوې وه او د اوبو جریان یې هم بند شوی وو د یادې ستونزې د حل په. . .

BACK TO NEWS