د مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي په لارښوونه، د ښاروالۍ مسولینو په مهترلام ښار کې شپنی کمپاین وکړ، د ښار پلې لارې یې خلاصې کړې او د ښار ځینې برخې یې پاکې کړې

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۶:۵
شاروالی مهترلام

په دې کمپاین کې د ښاروالۍ لومړۍ ناحیې سربیره، د تنظیف مدیریت او د ښاري انظباط ډلې برخه درلوده. دوی د شپې تر ناوخته ښار پاک کړ، سړکونه یې پرېمنځل، د هټیو له مخې یې اضافي شیان لیرې کړل او پلې لارې یې د ښاریانو پرمخ خلاصې کړې.

مهترلام ښاروالۍ پلان لري، چې په مهترلام ښار کې پلچکونه ورغوي، د موټرو هډې تنظیم کړي، تم ځایونه او د ښار عمومي دروازه جوړه کړي، خځل ځایونه مشخص کړي، لاس پلورونکو لپاره مناسب ځایونه وټاکي، په ښآر کې ځانګړې غرفې او کپې جوړې او له پخوا ښآر ډير منظم کړي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۲۰
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د عامه پوهاوي بنرونه ولګول شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې او د ښار د زرغونتیا د هڅونې په موخه د ښار په مهمو درې لارو او چوکونو کې د عامه پوهاوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۱۵
Background image

مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې لومړۍ بریا ترلاسه کړه

د لغمان ولایت د ثبتو کلبونو ترمنځ د انټرکلب سیالیو په لړ کې مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې له یوې ښکلې لوبې وروسته په خپله لومړۍ لوبه کې روښان لغماني لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۵
Background image

په پنځمه ناحیه کې د پُل د کټارو د جوړولو او خلاصېدو چارې پیل شوې

د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند یو پُل زیانمن شوی وو، چې د کټارو یوه برخه یې تخریب شوې وه او د اوبو جریان یې هم بند شوی وو د یادې ستونزې د حل په. . .

BACK TO NEWS