په دویمه ناحیه کې د شاپینګ مال مزایده په بریالیتوب ترسره شوه

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۰:۱۸
مزايده

د مهترلام ښار په دویمه ناحیه کې د ښاروالۍ اړوند سوداګریز مارکیټ (شاپینګ مال) نن د میاشتني کرايي په موخه د درېیو داوطلبانو ترمنځ په شفاف ډول په مزایده کې وړاندې شو
یاده مزایده د مهترلام ښاروالۍ د ټاکل شوې کمیټې په حضور کې د تدارکاتو او خدماتو د قانون مطابق په خپل ټاکلي وخت پیل شوه. په پایله کې، عرفان الله منګل ولد حاجي محب الله منګل د میاشتې په ۵۷ زره افغانۍ لوړ نرخ ورکولو سره د یاد مارکیټ ګټونکی اعلان شو
د یادونې وړ ده چې د کارونو د بشپړې شفافیت لپاره، د مهترلام ښاروالۍ ټول ملکیتونه هر کال د عامو داوطلبانو لپاره اعلان ته سپارل کېږي او د قانوني اصولو مطابق مزایده کېږي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۲۰
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د عامه پوهاوي بنرونه ولګول شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې او د ښار د زرغونتیا د هڅونې په موخه د ښار په مهمو درې لارو او چوکونو کې د عامه پوهاوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۱۵
Background image

مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې لومړۍ بریا ترلاسه کړه

د لغمان ولایت د ثبتو کلبونو ترمنځ د انټرکلب سیالیو په لړ کې مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې له یوې ښکلې لوبې وروسته په خپله لومړۍ لوبه کې روښان لغماني لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۵
Background image

په پنځمه ناحیه کې د پُل د کټارو د جوړولو او خلاصېدو چارې پیل شوې

د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند یو پُل زیانمن شوی وو، چې د کټارو یوه برخه یې تخریب شوې وه او د اوبو جریان یې هم بند شوی وو د یادې ستونزې د حل په. . .

BACK TO NEWS