د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د زرغونتیا چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار اړوند دویمې او دریمې ناحیو کې د نیالګیو نهال لپاره ځایونه وکیندل شول
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبرۍ مامور انجنیر ریحان الله آریان وویل، چې دوی نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په لارښونه سږکال نیالګیو، زینتي بوټو او ګلانو د ګرلو او نهال کولو لپاره د ځایونو جوړولو چارې پیل کړې، چې د ټولو نیالګیو او ګلانو لپاره به په منظم شکل د پلان له مخې ځایونه جوړ او وګرل شي
نوموړي وویل، سږکال پلان لرو چې د مهترلام ښار د سمسورتیا او زرغونتیا په موخه د زینتي بوټو او ګلانو ترڅنګ زر ګونه نیالګي هم کینوو
د یادونې وړ ده چې تیرکال هم د مهترلام ښاروالۍ له لوري د مهترلام ښار په پنځه واړه نواحیو کې ۱۱ زره میوه لرونکي او غیري میوه لرونکي نیالګي کینول شوي، چې د ټولو په سالم ډول پالنه او روزنه شوې ده