د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري په مهترلام کې د ګلدانونو او پارکونو د منظمولو چارې پيل شوي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د ښار د ښکلا او زرغونتیا په موخه د ګلدانونو او پارکونو د منظمولو چارې پيل کړې چې په دغو فعالیتونو کې د ګلدانونو جوړول او د هرزه بوټو (زیانمن واښه) ایستل شامل دي
د یادو چارو څارنه د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیر حاجي شفیع الله نیازي وکړه، چې ورسره مامور انجنیر ریحان الله اریان هم ملګری و. ښاغلي نیازي کارګرو ته د کار د لا اغېزمنتیا لپاره یو شمېر سپارښتنې وکړې
د نوموړي په وینا، دغه چارې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د ځانګړې لارښوونې پر بنسټ ترسره کېږي، څو ښار مو ښکلی او زرغون اوسي
د یادونې وړ ده چې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت هره ورځ د نیالګیو او شنو ساحو د خړوبولو چارې د پلان له مخې ترسره کوي