د دویمې ناحيې اړوند د لابراتوار د تعمیر د احاطې پروژې قرارداد لاسلیک شو
د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۵۴۹ زره ۳۹۸ افغانیو په ارزښت د دویمې ناحيې اړوند د لابراتوار تعمیر د احاطې چارې ترسره کېږي چې نن په همدې موخه مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د داوطلبۍ ګټونکي نعمان عبدالاحد ودانیز شرکت سره قرارداد لاسلیک کړ
ښاروال د قرارداد د لاسلیک پر مهال قراردادي شرکت مسؤل ته سپارښتنه وکړه، چې د پروژې چارې د منظور شوي پلان له مخې، د انجینرۍ اصولو او ټاکل شویو معیارونو مطابق او په ټاکلي وخت بشپړې کړي
په ورته وخت کې، د قراردادي شرکت مسؤل نعمان عبدالاحد ډاډ ورکړ، چې د پروژې چارې به د تخنیکي او مسلکي انجنیرانو تر څارنې لاندې، په معیاري او اساسي ډول او له هر ډول خنډ او ځنډ پرته ترسره کړي
