د دویمې ناحیې اړوند د اخیري سټاپ او اطفائي شاوخوا د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۶:۱۳
 کثافات

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د دویمې ناحيې اړوند د اخیري سټاپ او اطفائي شاوخوا د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ او د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه ترسره شوه
هغه کثافت دانۍ چې له کثافاتو ډکې شوې وې خالي او راټول شوي کثافات یې یو لیرې ځای ته  انتقال او د چاپېریالي اصولو مطابق دفن شول
د ښاروالۍ ریاست مقام له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې د ښار د پاک او منظم ساتلو په برخه کې د ښاروالۍ تنظیف کارکوونکو سره همکاري وکړي، ترڅو پاک او منظم ښار ولرو

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۷
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۷:۴۴
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS