د سرپناه کورونو د جوړونې په اړه د ریاست‌الوزراء د حکم په تړاو انلاین معلومات ورکړل شو

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۵۷
معلومات

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست له لوري د ریاست‌الوزراء عالي مقام د هغه حکم د تطبیق په موخه، چې د سرپناه کورونو د جوړونې لپاره صادر شوی، د مهترلام ښاروالۍ مسؤلینو ته انلاین معلومات ورکړل شو

په دې لړ کې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د ښاروالۍ تخنیکي او مسلکي مسولنیو ته د یاد حکم د پلي کېدو پر څرنګوالي، اړوندو اصولو او عملي مواردو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول

د معلوماتو پر مهال ټینګار وشو، چې د یاد حکم په سمه او اغېزمنه پلي کېدو سره به رهایشي ودانۍ په منظم او معیاري ډول جوړې شي او د ښاریانو د سرپناه ستونزې به هوارې شي

د یادونې وړ ده چې د صادر شوي حکم له مخې هغه اشخاص چې غواړي ودانۍ جوړې کړي  د پلان  او وصولو سره سم  عرفي سند، مالي ټکټ، ګذر وکیل او ملاامام تائيد ولري او د تائيد وروسته کولی شي درې منزله رهايشي ودانۍ اعمار کړي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS