د لغمان محبس اړوند د بېلابیلو ساحو د سرک غاړې د ویالو او پلچکونو صفايي ترسره شوه

د ښاري نظم د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د زیارکښو کارکونکو له لوري د مهترلام ښار د لومړۍ ناحيي د محبس اړوند د سرک غاړې د ویالو او پلچکونو صفايي ترسره شوه
یاده صفايي کې له ویالو او پلچکونو څخه کثافات راټول کړل شول او یو مناسب ځای ته انتقال او دفن کړل شول
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښ کارکونکي د سهار له ۷ بجو څخه تر مازیګر ناوخته پورې د مهترلام ښار په پنځه واړه ناحیو کې خپل فعالیتونه کوي او خلکو لپاره پاک چاپېریال برابروي