د لغمان پوهنې ریاست شاته د پلچکونو او ویالو د جوړیدو چارې %۶۰ فصیده بشپړې شوي دي

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۰:۹
د ښاروالۍ د بيارغونې کارونه

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د دویمې ناحيي اړوند د لغمان پوهنې ریاست شاته د لس پلچکونو او د ۱۶ سوه متره په اوږدوالي د ویالو د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي
د مهترلام ښاروالۍ د سروې انجنیر فرید الله نیازي چې له یادو کار څخه یې څارنه کوله نوموړي وویل، د مهترلام ښار په دویمه ناحیه کې د ویالو او پلچکونو د جوړیدو چارې په مسلکي او معیاري شکل روانې دي چې تر دې دمه یې %۶۰ فیصده کارونه یې بشپړ شوي دي
د مهترلام ښار اوسیدونکي د پلچکونو او ویالو په جوړیدو سره خوشاله دي او له مهترلام ښاروالۍ څخه مننه کوي چې د دوی په سیمه کې یې د بیارغونې کارونه روان کړې دي
دوی وايي، په بارانونو کې په یاده ساحه کې د تګ پر مهال له ستونزو سره مخ ؤ اوس به د پلچکونو او ویالو په جوړیدو سره زموږ ستونزې حل شي
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په مختلفو برخو کې د بیارغونې کارونه روان دي چې ډیری خلکو ته پکې د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS