د مشرتابه د ۱۷مې ګڼې فرمان د عامه پوهاوي په موخه په لغمان کې بنرونه ولګول شول

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۸
فرمان

د مشرتابه د ۱۷مې ګڼې فرمان د عملي کېدو او خلکو ته د عامه پوهاوي ورکولو په موخه، د مهترلام ښاروالۍ او د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د لغمان ولایت د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو او عمومي لارو کې د پوهاوي بنرونه نصب شول

د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وايي، چې د مرکز، ولسوالیو او عمومي لارو په بېلابېلو سیمو کې د یاد فرمان په اړه بنرونه لګول شوي، ترڅو خلک ترې لازم پوهاوی ترلاسه او د مشرتابه ۱۷مه ګڼه فرمان په خپلو ورځنیو چارو کې عملي کړي

د یاد فرمان له مخې، د خېښیو، ودونو، غم او مصیبتونو، او همداراز د حج او عمرې له سفرونو څخه د راستنېدو پر مهال له هغو ناسمو او ستړیا رامنځته کوونکو دودونو څخه د ډډې کولو باندې ټینګار شوی، چې د خلکو پر اقتصادي وضعیت او ټولنیزو ارزښتونو ناوړه اغېز لري

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم مهترلام ښاروالۍ د یوې پراخې غونډې له لارې یاد فرمان اصنافو، ګذر وکیلانو او ښاریانو ته تشریح کړی او له هغوی یې غوښتي وو، چې د فرمان د عملي کېدو په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۷
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۷:۴۴
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS