د مهترلام ښاروالۍ دوهمې ناحیې ته نوی اداري مدیر معرفي شو
د چارو ادارې لوی ریاست د ۲۲۸۹ شمېرې حکم پر اساس، مولوي عبدالرحمن مزمل د میر آغا زوی د مهترلام ښاروالۍ د دوهمې ناحیې د اداري مدیر په توګه وټاکل شو او نن رسماً د یادې ادارې مامورینو ته معرفي شو
د معرفت په مراسمو کې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق ترڅنګ د عوایدو او محاسبې آمر احمد زبیر سالار، د ښاري حکومتولۍ آمر حاجي عباس عمري او د یادې ناحیې یو مامورینو ګډون کړی و
مهترلام ښاروال په خپلو خبرو کې وویل، چې په نظام کې تغیر او تبدیل یو اصل دی
نوموړي نوي مدیر ته د مبارکۍ ترڅنګ د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او همداراز یې له هغه وغوښتل، چې خپلې چارې په صداقت او ژمنتیا ترسره کړي
په ورته وخت کې، نوي ټاکل شوي مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل د ښاروال ترڅنګ د ناحیې اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې شپه او ورځ به په اخلاص او ایماندارۍ خدمت کوي
نوموړي همداراز د ناحيې اداري مامورینو څخه غوښتنه وکړه چې د کارونو په ترسره کولو کې به له یو بل سره همکاري کوي
