د مهترلام ښاروالۍ د پارکونو، ونو، شنوځایونو او ګلانو د اوبه کولو چارې په منظم شکل روانې دي

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۷:۲۹
د پارکونو اوبه کول

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پنځه واړه ناحیو د پارکونو، ګلانو، شنو ځایونو، ونو او چمنونو د اوبه کولو کارونه د پلان مطابق په منظم شکل روان دي
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیر حاجي شفیع الله نیازي وویل، د تنظیف ډله مو په څو برخو ویشلې چې د کثافاتو ټولول او انتقالول، په ټولو ناحیو کې ویالو پاکول، په ښار کې د سړکونو او لارو جارو کول، په پارکونو او ښار کې ګلدانیو بوټو ته اوبه ورکول تر سره کوي، چې ټول کارونه مو د پلان مطابق پر مخ روان دي
د یادونې وړ ده چې د یاد مدیریت له لوري له دې وړاندې د ټولو ناحیو پارکونو، ونو، ګلانو او شنه ځایونو ته د ښه تقوې او زرغونتیا په موخه حیواني او کیماوي سره هم ورکړل شوې ده

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS