د مهترلام ښاروالۍ د ښاري انظباطاتو لپاره نوی مدیر معرفي شو

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۷:۵
معرفت

د چارو ادارې لوی ریاست د ۲۴۵۵ شمېرې حکم پر اساس، انتظار د نور الله زوی د مهترلام ښاروالۍ د ښاري انظباطانو د مدیر په توګه وټاکل شو او نن رسماً معرفي شو

د نوموړي د معرفت په مراسمو کې د مهترلام ښاروالۍ یو شمېر آمرینو، د لومړۍ ناحیې مدیر او ګڼ شمېر مامورینو ګډون کړی و

د مراسمو پر مهال د ښاروالۍ آمرینو، مدیرانو او مامورینو نوي مدیر ته د مبارکۍ مراتب وړاندې کړل او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه

په ورته وخت کې، نوي ټاکل شوي مدیر انتظار ډاډ ورکړ، چې د خپلې دندې مسئولیتونه به په پوره اخلاص، ایماندارۍ او ژمنتیا سره ترسره کوي او شپه او ورځ به د ښاري نظم او خدماتو د ښه والي لپاره هڅې کوي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS