د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ګلدانونو د منظم کولو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار او پاکونو د ګلدانونو د ګلانو ځمکې نرمولو او منظم کولو چارې لا هم دوام لري، چې تردې دمه د ښار او پارکونو یو شمیر ګلدانونه منظم شوي او د نورو کارونه جریان لري
یاده چاره تقریباً درې اوونۍ وړاندې پیل شوې او تر هغه به دوام کوي ترڅو د ښار او پنځه واړه ناحیو ګلدانونه په منظم شکل جوړ شي
یاده دې وي چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ پرسونل له لوري وخت په وخت د ګلانو، ونو، زینتي بوټو، پارکونو او چمنونو څارنه او پالنه کېږي